د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت د برخې له استازي امري اومنافي او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت د برخې له استازي امري اومنافي او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د نوموړې ادارې د تېر کال له مرستو مننه وکړه او د افغانستاند روان وضعیت د تشریح کولو په ترڅ کې یې غوښتنه وکړه، چې خپلې مرستې روانې وساتي. د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت استازي ژمنه وکړه، چې افغانستان سره به مرستې روانې وساتي او غواړي د یو هوکړه لیک له مخې په افغانستان کې نوې بشرپالې پروژې پلې کړي نوموړي د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته بلنه ورکړه، چې قزاقستان ته سفر وکړي او د خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره له نېږدې وویني.
