د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر د قطر پلازمینه دوحه کې دوه اړخیزې ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۸:۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر د قطر پلازمینه دوحه کې دوه اړخیزې ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر مون سنګ هان د قطر پلازمینه دوحه کې له افغانستان سره د بشري مرستو، دوه اړخیزې همکارۍ او پیاوړو اړیکو پر موضوعاتو ناسته ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص افغانستان سره د جنوبي کوریا له کړو بشري مرستو د مننې په ترڅ کې د نورو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل "افغانستان کې دا مهال د رواني ناروغانو او بې سرپرسته وګړو لاسنیوي ته سخته اړتیا ده؛ ترڅو د دوی ساتنه او پالنه وشي؛ همدا ډول بې سرپرسته کورنیو ته حِرفوي زده کړې کولی شي دوی له بېوزلۍ وژغوري".نوموړي د جنوبي کوریا له شارژدافیر وغوښتل، چې دې برخو کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي او خپلې مرستې جاري وساتي. د جنوبي کوریا شارژدافیر ښاغلي مون سنګ هان ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې افغانستان سره به مرستې روانې وساتي او بېوزلو کورنیو ته به د حِرفوي زده کړو برخه کې لازمه همکاري کوي. نوموړي وویل "مونږ د تېر په څېر د افغاني سرې میاشتې تر شا ولاړ یو او هڅه به وکړو، چې مرسته کوونکو بنسټونو ته د افغانانو انځور او د مرستو اړتیا ور وړاندې کړو".

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر د قطر پلازمینه دوحه کې دوه اړخیزې ناسته ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳۲
Background image

کابل؛ د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د مالي او داخلي پلټنې ریاستونو، کنټرول او پلان جوړونې آمریتونو ۲۱ کارکوونکو ته د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ د بيا کتنې په اړه درې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۷۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS