هرات!
د افغاني سرې میاشتې له لورې د اقلیمي بدلون د ګواښونو راکمولو په موخه هرات ولایت ۴ ولسوالیو (غوریان، کهسان، رباط سنګي او کشک کهنه) کې ۸۴۰ کورنیو ته د ۴۲۰۰۰ میوه لرونکو نیالګيو وېش پاى ته ورسيدلو. پورته توزیع د زراعت ریاست سره په همغږۍ ترسره شوه چې په یادو میوه لرونکو بوټو کې (مڼې، بادام، زردالو، انګور، انار، پسته او آلوبالو) شامل وو، او هرې کورنۍ ته ۵۰ بوټي ورکړ شول.
