ننګرهار!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۲۰:۴۰
ننګرهار!

د يخ ژمي په ترڅ او د بشري مرستو په دوام، د افغاني سرې میاشتې له لورې ننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ کې، ۵۰۰ اړمنو سروې شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته د ملک سلمان خیریه بنسټ او اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لورې چمتو شوې. په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریژي، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل وو. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په اچین او لعلپورې ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ کورنیو سره ورته مرسته ترسره شوې وه.

 

ننګرهار!

 

ننګرهار!

 

ننګرهار!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۷:۶
Background image

لغمان کې ۱۹۰ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ورکړل شوې

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې له ۱۹۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره له روغتیایي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه د روغتیایي بستو مرسته وکړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۶:۵۹
Background image

له مرستې تر ځان بسیاینې؛ په هرات او لوګر کې ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات او لوګر ولایتونو کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۲:۴۵
Background image

کندهار کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې له ۵۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS