‏ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته د افغاني سرې میاشتې د چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۵:۱۲
‏ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته د افغاني سرې میاشتې د چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ننګرهار ولایت ته د افغاني سرې میاشتې د چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ. نوموړي د افغاني سرې میاشتې د ختيځ زون همغږۍ ریاست او ننګرهار نمایندګۍ له رئیسانو او کارکوونکو سره د کاري فعالیتونو په اړه ناسته ترسره کړه.ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې "مونږ او تاسې ټول د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې مسؤلیت لرو، که ستاسو په سیمو کې څوک په لوږه ویده شو الله به مو راونیسي؛ تاسو ټول مکلف یئ، چې ولس ته خدمت وکړئ، خپلې خامۍ اصلاح کړئ، زمونږ وړه تېروتنه ډېره لویه تېروتنه ده،ستاسو خدمتونه موږ ته د منلو وړ دي او خوښي رابښي، خو یوه کوچنۍ تېروتنه مو د یوې ثانیې لپاره هم د منلو نده".

 

‏ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته د افغاني سرې میاشتې د چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ!

 

 

‏ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته د افغاني سرې میاشتې د چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS