د ځوانانو او رضاکارانو د غړیتوب سیستم ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۴:۱۷
ورکشاپ آموزشی سیستم عضویت جوانان و رضاکاران برگزار شد!

د ځوانانو او رضاکارانو د ریاست له لوري د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د صفرالمظفر پر ۹مه د غړیتوب سیستم د ۳۴ ولایتونو او د سیمه ییزو دفترونو مدیرانو او د مرکزي دفترونو ځینو کارکوونکو ته دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو. ‏د ورکشاپ د پرانیستې په درشل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د غړیتوب سیستم چې له تېرې یوې نیمې لسیزې را هیسې پیل شوی؛ بنسټ یې د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په غوره کولو او په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د ریښو د غځولو په موخه ایښودل شوی.

افغاني سرې میاشتې ته د غړو له جلب او جذب موخه یواځی په غړیتوب پورې منحصره نه ده؛ بلکې تاسو په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې استازي او په ورته مهال د خلکو استازي هم یاست، زمونږ او ستاسو مسوولیت ګډ، مهم او بنسټیز دی، هوډ لرو په ټول افغانستان کې رښتیني فعال غړي ولرو؛ ترڅو دوی د ملت د رښتیني غږ په را رسولو کې حقیقي رول ولوبوي، همدارنګه مونږ غواړو، چې تاسو د افغاني سرې میاشتې موخې د وګړو تر منځ دود او کړنې یې تر ټولو ورسوئ.

تاسو یو دیني، اخلاقي او وظیفوي مسوولیت لرئ، غړیتوب امتیاز نه؛ بلکې یو مسئولیت دی، فلج او شل غړي د ټولنې په زیان دي مونږ به يي په اړه قاطع تصمیم نیسو، هیله ده چی د ټولنې پر وړاندې مو خپل مسوولیت اداء کړئ، مونږ فعال غړي غواړو او پلان لرو چې د غړیتوب د سیستم له لارې د ملت با احساسه او فعال وګړي راجلب او د ولایتونو په کچه له فعالو غړو شوراګانې رامنځته کړو؛ ترڅو د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو او کارونو په ترویج او غوره والي کې مرسته وکړي. دلته د رضاکار او د افغاني سرې میاشتې د غړي تر منځ توپیر شتون لري، رضاکار په خپله سیمه کې خدمات وړاندې کوي، هغوی مشورې نه ورکوي؛ خو غړي د افغاني سرې میاشتې د پروګرامونو لپاره غوره سلاکاران دي، دا چې له خلکو سره په اړیکه کې یاست؛ نو هیله کوم تر څو په ټولنه کې د بشرپالو خدمتونو د موخو د توحید او انسجام لامل وګرځئ.

ورکشاپ آموزشی سیستم عضویت جوانان و رضاکاران برگزار شد!

 

ورکشاپ آموزشی سیستم عضویت جوانان و رضاکاران برگزار شد!

 

ورکشاپ آموزشی سیستم عضویت جوانان و رضاکاران برگزار شد!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS