لغمان

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۱:۲
لغمان

افغاني سرې میاشتې لغمان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو وګړو ته د خدماتو د وړاندې کولو په موخه مرکز کې ستر روغتیایي او د زیانمنو د هستوګنې خدماتي کمپ جوړ کړ. په سیمه کې د زیانمنو کورونو او د یاد کمپ له نېږدې د لیدنې په موخه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سیمې ته سفر وکړ او د زیانمنو کورونو تر څنګ یې د افغاني سرې میاشتې د روغتیایي خدماتو او هستوګنې په موخه د جوړ کړي کمپ لیدنه وکړه.

نوموړي له یاد کمپ څخه ګټه اخیستونکو ته په خپلو خبرو کې وویل ‏"افغاني سره میاشت د خدماتو عرضه او د اړمنو لاسنیوی خپل لومړیتوب بولي". نوموړي په نړیوالو مرستندویه اداراتو غږ وکړ، چې د سیلابونو له امله بېځایه شویو کورنیو او ځپل شویو سیمو سره مرسته وکړي".

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص د کمپ له لیدو وروسته هغو سیمو ته ورغی،چې سیلابونو په کې کورونه ړنګ کړي.ښاغلي خالص د مختلفو کلیو له ړنګو شویو کورونو د لیدنې پر مهال د ځایي اوسېدونکو ستونزې واورېدې.نوموړي د سیلاب ځپلو د ښه لاسنیوي په موخه د لغمان د والي له مرستیال مولوی سعيد احمد او امنیه قومندان مولوي فيصل مختار سره هم لیدنه وکړه.

 

لغمان:

 

لغمان:

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS