کندهار کې افغاني سرې میاشتې ۱۰۰ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو روزنه ورکړه!
د افغاني سرې میاشتې د روغتیا د څانګې د کارکوونکو له لوري ۱۰۰ تنو ښځینه او نارینه رضاکارانو ته په کندهار ولایت کې د ساري ناروغیو د کابو کولو او د کویډ ۱۹ خطراتو او مخنیوي په موخه یوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
