کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په لاس ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۱:۷
محترم مطیع الحق خالص، سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانستان به ۳۰۰ خانواده در ولایت کابل مساعدت نمود!

نن دوشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال پر ۹ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت نماینده ګۍ په انګړ کې ۳۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته، چې د ترکيي هيواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۷ کیلو مکروني، ۲ کیلو بوره، ۱ پاکټ مالګه، ۲ کیلو وریژې، ۲ کیلو دال، ۱ کیلو نخود، ۱ قوطی رُب، ۱ لیتر غوړي، ۱ کیلو لوبیا، ۱ قوطی مربا او ۲ کیلو ترمیده اوړه شامل وو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او په افغانستان کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې مرستیال په شتون کې ووېشل شوه.

 

محترم مطیع الحق خالص، سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانستان به ۳۰۰ خانواده در ولایت کابل مساعدت نمود!

 

محترم مطیع الحق خالص، سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانستان به ۳۰۰ خانواده در ولایت کابل مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۹:۳۳
Background image

د حرفوي زده کړو فارغو مېرمنو ته نږدې ۸۰۰ زره افغانۍ او د خياطۍ توکي ووېشل شول

یکشنبه، ۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت اړوند د ختیځ زون په مرستون کې پر ۴۰ اړمنو او بې سرپرسته مېرمنو د خياطۍ او ګلدوزۍ برخه کې د شپږ میاشتنيو حرفوي زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۷:۱۵
Background image

ارزګان کې د لومړنیو روغتیایي مرستو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

یکشنبه، ۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په ناکل سیمه کې ۴۰ تنو ښځینه او نارینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو تر سرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۷:۰
Background image

کابل؛ زرګونو اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ۴ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٣١٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS