ننګرهار ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۲۷ کورنیو سره مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۵ - ۸:۳۰
جمعیت هلال احمرافغانی برای ۳۲۷ خانواده در ولایت ننگرهار مساعدت نمود!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د چودرې سیمې ۱۲۷ او مرکز ۲۰۰ اړمنو، بېوزلو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته، چې د کسټم هلیت فاونډېشن خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۴۵ کیلو اوړه، ۵ قوطي بیسکېټ، ۱ کیلو دال، ۱۲ پاکټه شیدې او یوه ۱۴ کیلویي بسته چې پکې ۹ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل وو، ووېشل شول.

 

جمعیت هلال احمرافغانی برای ۳۲۷ خانواده در ولایت ننگرهار مساعدت نمود!

 

جمعیت هلال احمرافغانی برای ۳۲۷ خانواده در ولایت ننگرهار مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۸
Background image

بغلان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

BACK TO NEWS