د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس د ترکیې هېواد د پېښو د ادارې له رییس سره وکتل!
نن د پنجشنبې په ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې هېواد د پېښو ادارې له رییس سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پېښو د ادارې د رییس سربیره د ترکیې د سرې میاشتې استازو او د افغاني سرې میاشتې له عمومي سرپرسست رییس سره مل پلاوي هم شتون درلود.
په لیدنه کې دافغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له مرستو مننه وکړه په ځانګړې توګه د نیکۍ ریل له مرستو، چې به دې وروستیو کې یې له افغاني سرې میاشتې سره کړي.
په مقابل کې د ترکیې هېواد د پېښو د ادارې رییس افغاني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ د نېکۍ ریل مرستې څلور ریل ګاډو ته رسېدلې او انشاالله، چې دا لړۍ به تر ۱۰ ریل ګاډو دوام ومومي.
نوموړي زیاته کړه د ترکیې هېواد د پېښو اداره د یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو د ساتنې په برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو ده.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس د دې ادارې له ټولو هغو وسایلو لیدنه وکړه، چې دوی یې د پېښو منځ ته راتلو پر مهال کاروي. همدارنګه نوموړي د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له هغې فابریکې هم لیدنه وکړه، چې خیمې، کمپلې او نور اړین توکي پکې چمتو کېدل، ورپسې یې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له ارشیف څخه لیدنه وکړه، چې شاوخوا ۱۰۰ ګاله تاریخي مخینه لري او د نړۍ یو له پر مختللیو آرشیفونو بلل کېږي.
په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس د ترکیې د بـېړنیو عملیاتو له مرکز څخه هم لیدنه وکړه، چې ۲۴ ساعته د هېواد له ټولو سیمو سره اړیکه او فعالیت لري.
