نورستان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
پنجشنبه، ۱ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په نماینده ګۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو او حفظ الصحې په برخو کې لس ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو، له رواني ستونزو سره د مخ کسانو د بېړني ملاتړ او د شخصي او چاپېریالي پاکوالي په اړه نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې.
د ورکشاپ موخه د رضاکارانو د روغتیايي وړتیاوو لوړول او په بېړنیو حالاتو کې د اړمنو خلکو د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هغوی چمتو کول وو.
افغاني سره میاشت د روزنیزو ورکشاپونو له لارې د خپلو رضاکارانو د ظرفیت لوړولو او په بېړنیو حالاتو کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هغوی د چمتووالي پیاوړتیا ته ژمنه ده.
