د کارموندنې خبرتيا!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵۶
د کارموندنې خبرتيا

Publish Date

Closing Date

Location

پکتيکا

د دندې عنوان: د روغتیايي ټیم واکسیناتوره

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: پکتیکا

د بست ډول: قراردادي

د بستونو شمېر: ۱

جنسیت: اناث

کاري وخت: پوره ورځ

د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم

د بست کوډ نمبر : hr@0362

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۸/۶/۱

۱۴۰۵/۸/۲۱

2026/12/Nov

 

دندې او مسؤولیتونه:

1. د واکسینونو له پروتوکولونو سره سم د سوړځنځیر سیستم اداره کول.

2. د کتلوي معافیت له سټندردونو سره سم د واکسین اړوند فعالیتونه ترسره کول.

3. د هر مراجعه کوونکي لپاره مناسب واکسین او ډوز ټاکل او تطبیق کول.

4. واکسینونه له پروتوکول سره سم تطبیق کول.

5. زرقي وسایل په مناسب ځای کې ځای په ځای کول.

6. ښځو او ماشومانو ته د کتلوي معافیت د پروګرام او واکسین کارت ډکول.

7. د کتلوي معافیت د پروګرام او واکسین د ثبت کتاب ډکول .

8. د واکسین له تطبیق څخه وروسته د عکس العمل په اړه مراجعینو ته معلومات ورکول.

9. د واکسین چمتو کوونکي په توګه ، په یو وخت کې څو سرنجونه ډکول، د لیبل کولو او چمتو شویو سرنجونو اداره کولو لپاره پروتوکول تعقیبول.

10. د ماشوم د واکسین په کارت کې د لات نمبر او نور مهم معلوماتو رسول.

11. مراجعه کوونکو ته د واکسینونو په اړه پوهاوی او مشورې ورکول.

12. تر پنځو کالو ښکته کوچنیانو ته د OPV واکسین تطبیق کول.

 

د دندې شرایط:

1. نومانده باید له طبي څانګې څخه فارغه وي/ د نرسنګ سند لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي.

2. د واکسینونو په برخه کې یو کلنه تجربه درلودل .

3. د واکسینونو په برخه کې د وزارت تصدیق پاڼه درلودل.

 

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

 

برېښنا لیک:

hr@arcs.af

 

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

0701436832

 

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies