د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هلال اسلامي نړیوالې کمېټې له ځانګړي استازي عمرتاشلي سره وکتل!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۹:۲۹
سرپرست ریاست  عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده ویژه کمیته بین المللی اسلامی هلال عمر تاشلی ملاقات نمود!

نن یکشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل)  میاشتې پر ۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هلال اسلامي نړیوالې کمېټې له ځانګړي استازي ښاغلي عمر تاشلي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په پیل کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ یې د هغوی له پخوانیو مرستو، چې له افغاني سرې میاشتې سره یې ترسره کړي مننه وکړه.

همداراز یې د هر ډول پروژو او پلانونو د پلي کولو په برخه کې، چې په پام کې یې لري د باظرفیته او پیاوړو کارکوونکو په مټ په بشپړ شفافیت سره   ډاډ ورکړ.

په مقابل کې د هلال اسلامي نړیوالې کمېټې ځانګړي استازي عمرتاشلي وویل، مونږ په پلان کې لرو چې د ۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې پلې او په کار واچوو او په دې برخه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې همکارۍ ته په تمه یو او همداراز د افغاني سرې میاشتې له اوسنۍ رهبرۍ څخه، چې مرستې په پوره شفافیت او سرعت سره سرته رسوي له همکاریو ډاډ من یو .

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص یو ځل بیا د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ .

په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د همکارۍ دوه اړخیز تفاهم لیک لاسلیک شو.

سرپرست ریاست  عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده ویژه کمیته بین المللی اسلامی هلال عمر تاشلی ملاقات نمود!

 

سرپرست ریاست  عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با نماینده ویژه کمیته بین المللی اسلامی هلال عمر تاشلی ملاقات نمود!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS