ارزګان؛ ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره شوې دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې هر بزګر ته ۲۳ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د اړمنو بزګرانو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول دي، څو وکولای شي له دې لارې خپلو لومړنیو اړتیاوو ته رسيدګي وکړي او خپل کرنیز فعالیتونه هم روان وساتي.
افغاني سره میاشت د نغدي مرستو له لارې د زیانمنو او اړمنو بزګرانو د اقتصادي ستونزو د کمولو او د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره دوامدارې هڅې کوي.
