پکتیا، پکتیکا، پروان، کاپیسا؛ ۱۱۹ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون، ۲۴۹ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۱:۱۴
P

دوشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز، احمد آبا او زرمت ولسوالیو کې ۴۰ کورنۍ، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه، مټا خان، برمل او سر حوضه ولسوالیو کې ۳۷، د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې ۲۴ او د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ۱۸ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون، ۲۴۹ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.

د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې تر یو حده پوره او اساسي ستونزې را کمې شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۵۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ترمنځ د مالي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ناروې او ډنمارک سره صلیبونو او نړیوال مالي پراختیايي مرکز له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

نورستان، ننګرهار؛ ۴۰۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۴ میلیونه، ۲۷۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې ۳۵۸ او د ننګرهار ولایت د بټیکوټ ولسوالۍ په انبار خانې کلي کې ۴۹ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۴. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د بیړني چمتووالي او غبرګون درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست په نوښت، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ او د ناروې سره صلیب په همغږۍ، د بیړني چمتووالي او غبرګون. . .

BACK TO NEWS