د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۴:۵۷
جمعیت هلال احمر افغانی برای۴۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی شکردره ولایت کابل مساعدت پول نقد نمود!

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر ۳ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ په ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري سروې شوي وو، د ختیځ مرکزی زون رییس ښاعلي مولوي حیات الله صافی، د پاکستان بیت الاسلام خیریه بنسټ رییس ښاغلی مولانا احمدسلیمان، د کابل د سرې میاشتې نماینده ګۍ رییس مولوی عبدالله حماد، د پېښو ادارې رییس ښاغلی مخدوم صالح محمد اخند زاده، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې هرې کورنۍ سره ۶۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.

د بیت الاسلام خیریه بنسټ رییس د یادې مرستې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د ورته نورو مرستو د دوام ژمنه وکړه .

همدارنګه د افغاني سرې میاشتې د ختیځ سیمه زون رییس ښاعلي مولوي حایت الله صافی د بیت الاسلام خیریه بنسټ له یادو مرستو مننه وکړه چې په دې ستونزمنو حالاتو کې یې له اړمنو او بېوزله افغانانو سره ترسره کړه او په راتلونکي کې دلا زیاتو مرستو غوښتنه ترې وکړه.

 

جمعیت هلال احمر افغانی برای۴۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی شکردره ولایت کابل مساعدت پول نقد نمود!

 

جمعیت هلال احمر افغانی برای۴۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی شکردره ولایت کابل مساعدت پول نقد نمود!

 

جمعیت هلال احمر افغانی برای۴۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی شکردره ولایت کابل مساعدت پول نقد نمود!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS