ځانګړې اونۍ؛ د چنار ترکيه سراپا کلینیک له افغاني سرې میاشتې سره ۵ زره ډالر مرسته وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۷:۳۷
K

دوشنبه، ۷ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د ځانګړې اونۍ په لړ کې، د چنار ترکيه سراپا کلینیک د اړمنو، راستنو شویو کډوالو، پېښ ځپلو او بې‌ وزلو ناروغانو د ملاتړ په موخه له افغاني سرې میاشتې سره ۵ زره امریکايي ډالر نغدي مرسته وکړه.

دغه مرسته د ځانګړې اونۍ د پرانیست غونډې پر مهال، د ياد کلینیک رئیس ښاغلي بشیر احمد حیدري په لاس د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن ته وسپارل شوه.

همدا راز، د نجیب تلاش خیریه بنسټ او یوه سوداګر حاجي عبد الغفور احمدزي د نغدي مرستو ژمنه وکړه. د نجیب تلاش خیریه بنسټ له لوري د ۵ زره امریکايي ډالرو او د حاجي عبدالغفور احمدزي له لوري د ۱۰۰ زره افغانیو مرستې ژمنه شوې ده.

افغاني سره میاشت د یادو مرستو له امله مننه کوي او له شتمنو هېوادوالو، سوداګرو، صنعتکارانو او خیریه بنسټونو غواړي چې د اړمنو هېوادوالو د ملاتړ او د بشري مرستو د پراختیا په برخه کې له دې ټولنې سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۷:۳۷
Background image

ځانګړې اونۍ؛ د چنار ترکيه سراپا کلینیک له افغاني سرې میاشتې سره ۵ زره ډالر مرسته وکړه

دوشنبه، ۷ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د ځانګړې اونۍ په لړ کې، د چنار ترکيه سراپا کلینیک د اړمنو، راستنو شویو کډوالو، پېښ ځپلو او بې‌ وزلو ناروغانو د ملاتړ په موخه له افغاني سرې میاشتې سره ۵ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۵:۳۱
Background image

پروان؛ تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵ زره ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

دوشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پروان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۳۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه ترسره شوه

یکشنبه، ۶ جمادي‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د. . .

BACK TO NEWS