پنجشېر؛ ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه
پنجشنبه، ۲۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز او د شتل، رخه، عنابه او حصه اول ولسوالیو ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۷۶.۳ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، یو کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه رُب او ۵۰۰ ګرامه بیسکوېټ شامل وو.
د دې مرستې موخه د راستنو شویو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو پوره کول دي.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې راستنو شویو کورنیو ته د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه مرستې رسوي.
