‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس لوګر ولايت ته سفر وکړ.

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۸:۳۷
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس لوګر ولايت ته سفر وکړ.

نن پنجشنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ٢١مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سويل ختيځ سيمه ييز زون اړوند د لوګر له نماينده ګۍليدنه وکړه. 

ښاغلي دلاور په ترسره شوې لیدنه کې د نماينده ګۍ له کارکوونکو سره تعارفي ناسته وکړه او دوى  ته يې د چارو د ښه ترسراوي په موخه د لازمو سپارښتنو ترڅنګ په ورسپارل شويو دندو کې پر اخلاص او رښتينولۍ تاکيد وکړ.
همدا راز ښاغلي دلاور ژمنه وکړه چې د را روان کال په پلان  کې به د لوګر د سرې مياشتې نماينده ګۍ رياست د نوي اداري تعمير جوړېدل په پام کې ونيسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۶
Background image

هرات؛ ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت استوګنیز کورونه وسپارل شول

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي کلي ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي استوګنیز کورونه جوړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

BACK TO NEWS