کونړ!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د پنجشنبې په ورځ کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د کونړ ولایت په مرکز کې د افغاني سرې میاشتې په ولایتي ریاست کې ۷۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د ۵،۹۵۰،۰۰۰ افغانیو د نغدي مرستې ویش پیل کړ. نوموړي له ویش وړاندې په خپلو خبرو کې وویل "مونږ دا درد محسوسوو، چې په کوم کور کې نارینه نه وي او یا معلول وي، نو زمونږ خویندې له څومره کړاوونو سره مخ وي؛ ځکه خو اړتیا ده چې زمونږ د خویندو لاسنیوی وشي؛ مونږ پر دې کار کوو، چې له کومو لارو توانیدی شو اړمنو خویندو ته په کور کې دننه د کار او ګټې سیستمونه رامنځ ته کړو، ترڅو وکړای شي د مالدارۍ، چرګانو ساتنې یا کرنې له لارې خپله کورنۍ وپاللی شي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "دا زمونږ لومړیتوب دی، چې څنګه اړمنې خویندې نورو ته له لاسنیوي وژغورو او په خپلو کورونو کې یې د وړو کاروبارونو څښتنانې کړو ترڅو وکړای شي د خپلو بچیو خوراک او پوښاک او د زده کړو لګښتونه په خپلو هڅو چمتو کړي". نوموړي وویل "ډېری هېوادوال له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ هېوادوالو تېر ۴۰ کلونه په ډېرو کړاوونو کې تېر کړي، چې په دوی کې ډېره برخه د بېوزلو ښځو ده".
