کونړ ولایت کې پر ۱۵۰ راستانه شويو کډوالو کورنیو د غیر خوراکي توکو بېلا بېلې بستې ووېشل شوې!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۲۱:۸
خبرونه

کونړ ولایت کې پر ۱۵۰ راستانه شويو کډوالو کورنیو د غیر خوراکي توکو بېلا بېلې بستې ووېشل شوې!

نن چهارشنبه د شعبان د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې  له لوري د کونړ ولایت د نورګل او خاص کونړ په ولسوالیو کې پر ۱۵۰ راستانه شويو کډوالو کورنیو ۶۰۰ د ژمنيو، حفظ الصحه او د انساني کرامت بستې ووېشل شوې.
یاده مرسته چې د ناروې د سره صلیب له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱ ژمنۍ بسته، ۱ د انساني کرامت او ۲ د حفظ الصحې بستې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۵۱
Background image

کابل؛ په کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ۸۷۲۱.۵۶ متر مربع ځمکه مزایدې ته وړاندې شوه

پنجشنبه، ۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کندهار ښار د څلورمې ناحیې، احمد شاهي سړک، دویم بلاک کې موقعیت لرونکې ۸۷۲۱.۵۶ متر مربع ځمکه د ۲۵ کلنې پانګونې په موخه مزایدې ته وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۱۹
Background image

پنجشېر؛ ۵۰ رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پنجشېر ولایتي نمایندګۍ کې ۵۰ تنو رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

BACK TO NEWS