کونړ؛ ۷۰۰ زلزله ځپلې کورنۍ د څه باندې ۱۰۷ ټنه خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۲:۴۴
کونړ؛ ۷۰۰ زلزله ځپلې کورنۍ د څه باندې ۱۰۷ ټنه خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

دوشنبه، ۱۵ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو سیمو کې له ۷۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۱۰۷.۴۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۵۳.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای، مالګه او بیسکټ پکې شامل وو.
همدا راز، هرې کورنۍ ته یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
دا مرسته له یادو کورنیو سره د بېړنیو او ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS