کنړ ولايت کې ۶۳۱۲ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۳۶
خبر

کنړ ولايت کې ۶۳۱۲ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د کنړ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۴۷۳ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۳۸۹ تنو ټپیانو پانسمان، ۹۷ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۲۵۶۴ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۱۶۳ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۵۸۱ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۴۵ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۲۲:۲۸
Background image

هرات اسلام قلعه؛ له ايران څخه ۶ زره راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتيايي خدمتونه وړاندې شول

پنجشنبه، ٢٩ ذوالحجه ۱۴۴۶

د افغاني سرې مياشتې د رهبرۍ د هدايت پر اساس د مرکز، لويديځ زون او هرات نماينده ګۍ څخه يو ګډ پلاوى د ٢٠ تنو رضاکارانو په ملتيا د هرات ولايت اسلام قلعه بندر ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۵:۲۲
Background image

بغلان کې پر سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په پل حصار اندراب ولسوالۍ کې پر ۱۱۱ سېلاب ځپلو کورنیو ۳ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۱۷
Background image

سرپرست عمومي رئیس د بشري حقونو، آزاديو او بشردوستانه مرستو خيریه بنسټ ( IHH ) له مسئولینو سره وکتل

کابل- پنجشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ 

د افغاني سرې میاستې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ترکیې  د IHH خیریه بنسټ له مرستیال ښاغلي امره کایا، افغانستان لپاره د بنسټ له. . .

BACK TO NEWS