کندهار

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۲۱:۱
کندهار

د بشري کړاوونو د راکمو په موخه، د يخ ژمي په درشل کې، نن سه شنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۱۹مه د افغاني سرې مياشتې له لورې کندهار ولایت کې ۲۰۰ بیوزله او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۲۴.۵ کیلو وریجی، ۷ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای او ۱ پاکټ BP5 بیسکوټ شامل وو. ټاکل شوې چې پاتې ۳۰۰ کورنیو ته به سباء مرسته وویشل شي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې له لورې د یاد ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې  ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکومرسته وویشل شوه.

 

کندهار

 

کندهار

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS