کندهار او ننګرهار ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه څه کم ۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۸:۵۱
خبر

کندهار او ننګرهار ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه څه کم ۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ۲۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د برېتانیا د سره صلیب په مالي همکارۍ د کندهار ولایت د ښار په ګډون په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې پر ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه په لومړي پړاو کې په ټوله کې درې میلیونه (۳،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ او د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند د نهه ګونو ناحیو پر ۱۲۰ اړمنو او بېوزله کورنیو په دوهم پړاو کې په ټولیزه توګه یو میلیون او اته سوه زره (۱،۸۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۵،۰۰۰ افعانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۶:۲۰
Background image

بادغیس کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي هڅې؛ پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد

سې شنبه، ۲۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د پېښو د زیانونو کمولو د پنځو کمېټو ۶۰ غړو ته پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ د اقلیمي بدلونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

افغاني سرې میاشتې د انجنیرانو د ګمارنې لپاره تحريري ازموینه واخیسته

سې شنبه، ۲۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د کونړ ولایت لپاره د چاپیریالي حفظ الصحې او ودانیزو چارو انجنیر پر خالي بستونو د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۹:۲
Background image

نورستان او خوست کې د پېښو مدیریت شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان او خوست ولایتونو په نماینده‌ ګیو کې د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې ۵۰ تنو کارکوونکو او. . .

BACK TO NEWS