کندز؛ ۵۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ له ژمنیو مرستو برخمنې شوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۵۰
k

چهارشنبه، ۱ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کندز ولایت د مرکز اړوند د بېلابېلو ناحیو او چهار درې ولسوالۍ له ۵۰۰ اړمنو، بې سرپرستو او راستنو شوو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳ ژمنۍ بستې ورکړل شوې، چې د ماشومانو، نارینه او ښځینه وو جمپرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، څادرونه، بوټان او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي پکې شامل وو.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د سړې هوا پر وړاندې د ځان ساتنې په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د بشري مرستو له لارې هڅه کوي؛ څو له اړمنو، پېښځپلو او راستنو شوو هېوادوالو سره پر وخت مرسته وکړي او د هغوی د ژوند اساسي اړتیاوې تر یو حده پوره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

BACK TO NEWS