کندز؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي
سې شنبه، ٨ شعبان ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کندز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٧٥٢٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١١٣٧٩ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
