کاپيسا ولايت کې ٥٦٩٨ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۰:۲۱
خبرونه

کاپيسا ولايت کې ٥٦٩٨ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٩٣٥ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٢٨ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٣٤٣ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٣٤٣ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٣٨٥ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٣٤٠ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ١٢٤ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۸:۲۷
Background image

ننګرهار؛ ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۲۵ رببع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې له ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان خیریه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۰
Background image

د نیمروز ګرځنده روغتيايي ټيم لپاره د موټر کرایه کولو داوطلبي وشوه

شنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د لا پراختیا او اغېزمنتیا په موخه مرکزي دفتر کې د نيمروز ولایت د نماینده ګۍ ګرځنده روغتیايي ټيم لپاره د یو عراده فلاينکوچ موټر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۱۱
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

شنبه، ۲۵ ربيع الآخر ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې  په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٤٨٧٩ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS