کابل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۸:۴۹
کابل!

افغاني سرې میاشتې نن د جمادي الاول پر لومړۍ نېټه، د تېر په څېر یو ځل بیا ۳۰ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو په پار پلازمینه کابل کې دوو داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل. د دغو ماشومانو د درملنې او عمليات ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري تاديه کیږي.د یادونې وړه ده چې افغاني سرې میاشتې په تېرو ۱۶ میاشتو کې ددوی په شمول ټولټال ۲۴۱۰ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ور پېژندلي دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS