کابل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۸:۳۷
کابل!

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولايت په مرستون کې د ۳۴۳ سوالګرو له کورنیو سره ١٧١٥٠٠٠ افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. د یادې نغدي مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص رسنيو ته په خپلو څرګندونو کې وويل "له نېکه مرغه له سوالګرو سره د نغدي مرستو لړۍ له پيله تر دې مهاله په برياليتوب پر مخ روانه ده او يواځې په کابل ښار کې څه د پاسه ۴۱۰۰۰ سوالګر رامعرفي شوي دي". نوموړي زياته کړه، "په تېر کې زموږ پروګرام داسې وو، چې د کورنۍ هر غړي ته به مو په مياشتنۍ توګه ۲۰۰۰ افغانۍ ورکولې، دا چې د افغاني سرې مياشتې عوايد او بوديجه ټولو سوالګرو ته بسنه نه کوي، نو پرېکړه مو وکړه، چې یوې کورنۍ ته به د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکوو، چې په دې بهير کې تر دا مهاله په نهو پړاوونو کې د ۱۳۲۹ کورنيو له ۷۰۳۰ غړو سره نغدي مرسته شوې". همدارنګه د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس له نړيوالو او د هيواد له خيرپاله شتمنو او ملي سوداګرو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې د افغاني سرې مياشتې ملاتړ وکړي او خپلې مرستې د سرې مياشتې له لارې تر ريښتنيو اړمنو او مستحقو ورسوي. نوموړي وويل "د افغاني سرې مياشتې عوايد او بوديجه د سوالګرو د لاسنيوي لپاره کافي نه ده، نو د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه څخه هيله لرو، چې له خپلې خزانې (مالیې وزارت) څخه د سرې میاشتې سره پوره همکاري وکړي؛ ترڅو موږ دغه بهير په بریالیتوب سره پر مخ يوسو".

pp

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS