کابل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۹:۱۳
 کابل!

افغاني سره میاشت د هېواد په هغو سیمو کې چې وګړي یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري؛ د ګرځنده روغتیایي کلینیکونو له لارې خدمات ترسره کول یو اغېزمن ګام بولي. د همدې موخې لپاره یې د کابل نمایندګۍ ګرځند روغتیایي ټیم نن دوشنبه د صفر میاشتې پر ۲۵مه د یاد ولایت موسهي ولسوالۍ د الوخېلو او عبدالروف خېلو کلیو هغو لرو پرتو سیمو ته ورغلی، چې وګړې یې په لويه کچه بې وزله او روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. یاد ګرځند روغتیایي ټیم اړمنو ته د وړیا درملو د ورکړې ترڅنګ؛ اړینې روغتیایي لارښوونې او مشورې هم ورکوي،چې په ترڅ کې یې له تېرو دوه اونیو راهیسې ۶۳۲ تنه ناروغانو ته په وړیا توګه درمل او روغتیایي مشورې ورکړې دي.

nn

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS