کابل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۲۱:۳۸
کابل!

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي بخیت، افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازی ښاغلي دوکتور محمد سعيد العياش او مل پلاوي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له ښاغلي طارق علي بخیت مننه وکړه، چې د افغانستان د بېوﺯله وګړو لاسنيوي ته يې پاملرنه کړې. نوموړي د افغاني سرې مياشتې له لوري له پېښځپلو سره د مرستو ترڅنګ د سوالګرو له کورنیو سره د نغدي مرستو د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې برخو کې د اسلامي همکاریو د سازمان د لاسنیوي غوښتنه وکړه. نوموړي وویل "یادې درې برخې لوړ لګښتونه لري او افغاني سره مياشت په يوازې ځان نشي کولى دې بار ته دوامداره اوږه ورکړي؛ مونږ هیله من یو د اسلامي همکاریو سازمان زمونږ لاسنیوی وکړي". همدا ډول نوموړي وویل "افغاني سره میاشت هڅه کوي کونډو، معلولینو او بېوﺯلو کورنیو ته د حرفوي زده کړو له لارې دوی ته کاري ﺯمينې چمتو کړي، خو په دې برخو کې هم لاسنیوي ته اړتیا لري". د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي بخیت په یادو درې برخو کې د همکارۍ ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې په لاسنیوي کې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ او د مصنوعي غړو د یو مرکز په جوړښت کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. ناسته کې دواړو لوريو په بشري مرستو، پرلپسې دوه اړخیزو غښتلو اړيکو او همکاريو ټينګار وکړ.

 

کابل!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS