کابل کې د پرون په تعقیب نن یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۰/۱۰ - ۹:۳۰
کابل کې د پرون په تعقیب نن یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۹مه په کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۲۰۰ اړمنو کونډو، یتیمانو، معلولینو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د سعودي عربستان د ملک سلمان د خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه؛ په کې اوړه، بوره، غوړي، خرما، نخود، وریژې، د پخلنځي لوښي، فرش، ترپال، پشه خانه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

پرون هم کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه.

کابل کې د پرون په تعقیب نن یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

 

کابل کې د پرون په تعقیب نن یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS