کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۰ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل نماینده ګۍ په انګړ کې ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري رالېږل شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۱۰ کیلو وریژې، ۴ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو خُرما، ۲ قوطي رُب، ۱۰ کیلو مکروني، یوه کیلو چای او ۲ کیلو بوره شامل وو.
