کابل ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش دوام !

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۳۲
کابل ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش دوام !

نن جمعه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د تېرې ورځې پر دوام یوځل بیا د کابل ولایت د بیلابیلو ناحیو ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو ۹ قلمه مرسته دکابل د سرې میاشتې نماینده ګۍ د په انګړ کې ووېشل شوه.

په وېشل شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۲ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۱۰کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، نیمه کیلو چای، ۲ کیلو مکروني، ۱ قوطی رُب، ۵۰۰ ګرامه بیسکیټ او ۲.۵ کیلو ګرامه غوښه شامل وو.

یاده مرسته د ترکېې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ چې کابل کې د یاد هیواد د سرې میاشتې او افغاني سرې میاشتې ټولنو د استازو په شتون کې ووېشل شوه.

 

کابل ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش دوام !

 

کابل ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش دوام !

 

کابل ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش دوام !

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS