کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۱۵:۶
توزيع مواد خوراكي وغير خوراكي براي ۳۰۰ فاميل در ولسوالي ده سبز كابل

نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۷مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ۳۰۰ بېوزلو او اړمنو کونیو ته چی د کابل نمایندګۍ له لاری سروې شوي ول د افغاني سرې میاشتې د کابل نماینده ګۍ له لوري په ده سبز ولسوالۍ کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې سرپرست مرستيال ښاغلی ملا نور الدين "ترابي"، مرکزي سويل لويديځ زون رئيس محترم مولوي الياس خيل "ناصري" ، د ترکيې د سفارت او سرې مياشتې استازو محترم امره ګوربوز او احمد فرید ، د کابل څانګې رئيس مولوي عبد الله حماد ،د کابل سرې مياشتې یو شمیرکارکونکواو رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه ، ۵ کیلو وريجې، ۵ کیلو رب، ۸ قطي د لوبیا او نخودو کنسر، ۵ لېټره غوړي، یوه بسته زمنۍ البسه چې پکې ۲ تختې کمپلې، دوه زنانه ټکري او یوه زیربهراني شامل دی وویشل شو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابی د مرستو د وېش پر مهال د ترکېې هیواد له مرستو څخه مننه وکړه او د یاد هیواد له استازو څخه یی و غوښتل چې دا مرستې لا زیاتې او ګړندۍ کړی تر څو وکولای شو پدې سختو شرایطو کې د بیوزله هیواد والو لاسنیوی وکړو.

ورپسې د ترکې هیواد استازی وویل، د ترکیې هیواد افغان ولس خپل دینې وروڼه ګڼي او ددوی مرسته خپله وجیبه ګڼي له همدې امله مو د نیکۍ د مرستو کاروان له لارې خپلې مرستې ترسره کړی او ژمن یو چې دا لړۍ به دوامداره ساتو .

د یادونې وړ ده چې دا مرسته د ۷۵۰ ټنه خوراکی او غیرخوراکی مرستو له جملې څخه ده چې د نیکۍ ریل په لومړي قطار کې کابل ته رارسیدلې او د سرې میاشتې له لوري ویشل کیږي.

توزيع مواد خوراكي وغير خوراكي براي ۳۰۰ فاميل در ولسوالي ده سبز كابل

 

توزيع مواد خوراكي وغير خوراكي براي ۳۰۰ فاميل در ولسوالي ده سبز كابل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS