کابل؛ کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۱۹
K

سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ، په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، د زړه روغتون، مرکزي روغتون او کنټرول آمریت ۲۰ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني د اسلام له نظره د مالي چارو د سالم مدیریت پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي وویل، ژمنتیا، امانتداري او مسلکیتوب د هرې ادارې د بریالي او اغېزمن فعالیت بنسټونه دي. هغه د حضرت یوسف علیه السلام د ژوند بېلګه وړاندې کړه او زیاته یې کړه، چې نوموړی د خپلې وړتیا، امانتدارۍ او صداقت له امله د مالي چارو د مدیریت مسؤولیت ته وټاکل شو.

نوموړي د علمي او مسلکي وړتیاوو پر لوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې زده‌کړه د فردي او اداري پرمختګ بنسټ دی او د مالي چارو د روڼتیا، اغېزمنتیا او مسؤولانه مدیریت په پیاوړتیا کې مهم رول لري. هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي او خپلې علمي او مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

په دې شپږ ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د مالي محاسبې، مالي مدیریت، مالي راپور ورکونې، بودیجې جوړونې، روڼتیا او له کاري شریکانو سره د مالي همغږۍ په اړه نظري او عملي روزنې وړاندې شي.

تمه ده، چې د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته به د ګډونوالو مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې او د مالي چارو د مدیریت، حساب ورکونې او روڼتیا کچه به نوره هم لوړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۷:۸
Background image

ننګرهار؛ پر ۴۲۲ راستنو شویو بې سرپرسته کورنیو ۴ میلیونه او ۴۳۱ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۰ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو او مومند درې ولسوالیو کې پر هغو ۴۲۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو ۴ میلیونه او ۴۳۱ زره افغانۍ نغدي مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۶:۵۳
Background image

کابل؛ د ځوانانو او رضاکارانو د پالیسۍ وروستي کېدو او عملي کولو پر لارو چارو خبرې وشوې

دوشنبه، ۱۰ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو لپاره د جوړې شوې پالیسۍ د وروستي کولو او په اغېزمن ډول عملي کولو په موخه، د دې ادارې مرستیال حافظ عزیز الرحمن او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۳۱ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره ۳ میلیونه او ۴۶۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۹ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار په ۱۲مه او ۲۱مه ناحیو کې ۲۳۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په. . .

BACK TO NEWS