کابل؛ پر ۵۵۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ژمنۍ البسه او د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۴۹
کابل؛ پر ۵۵۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ژمنۍ البسه او د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې

سې‌شنبه، ۱۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه مرکزي مرستون کې له ګاونډیو هېوادونو پر راستنو شوو ۵۵۰ کورنیو د ژمي د سړې هوا او ناروغیو له زیانونو د مخنیوي په موخه ژمنۍ البسه او د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
یاده مرسته چې په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په لاس د مرستونونو د رئیس ښاغلي مولوي سید احمد بهرمند او نړیوال فدراسیون د استازو په حضور کې ووېشل شوه.
د مرستو د وېش پر مهال ښاغلي مرستیال راستنو شوو کورنیو ته د کډوالۍ پر مهال د ستړیاوو او ستونزو په بدل کې له الله تعالی څخه د عظیم اجر غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو راستنو شوو کورنیو ته د هغوی اړتیاوو ته په کتو بشري مرستې برابرې کړي او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه وشي. 
وېشل شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جمپرونه، جاکټونه، بوټان، جرابې، پړوني او ژمنۍ البسې سربېره ۷ تختې کمپلې، ۲ د اوبو ساتلو بوشکې، ۷ د جامو وینځلو صابونونه، ۲۲ عدده د مخ وینځلو صابونونه، د غاښونو کریم او د روغتیا ساتنې بستې شاملې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS