کابل؛ د مالي محاسبې او مالي لارښود ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۲۷
K

چهارشنبه، ۲ جمادى الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، په افغانستان کې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د ختیځ، شمال‌ لوېدیځ مرکزي او سوېل‌ ختیځ سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو د مالي او عوایدو ۲۶ تنو مدیرانو ته د «مالي محاسبې او مالي لارښود» تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ورکشاپ د پای مراسمو پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن مالي برخه د یوې ادارې د ملا تیر وبلله او ویې ویل چې د مالي چارو سم مدیریت د ادارې د جوړښت، پرمختګ او فعالیتونو د اغېزمنتیا لپاره مهم رول لري.

نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل، چې د دغه روزنیز پروګرام په بشپړېدو سره یې د خپلو مسلکي وړتیاوو او کاري مهارتونو د لوړولو په برخه کې مهم ګام اخیستی دی، هغه ټینګار وکړ چې د تخصص او مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا د ورځنيو چارو په اغېزمن ډول ترسره کولو کې مهمه ده.

ښاغلي حافظ عزیزالرحمن له ګډونوالو وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده‌ کړو او تجربو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې اغېزمنه ګټه واخلي، خپلې دندې پر وخت، منظمې او مسلکي ډول ترسره کړي او له ځنډ او بې‌ پامۍ ډډه وکړي.

دغه ۱۵ ورځنی ورکشاپ د مالي او عوایدو مدیرانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د مالي محاسبې د اصولو د پیاوړتیا او د مالي لارښود د سم تطبیق په موخه جوړ شوی و.

 ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پاى ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵۹
Background image

ننګرهار؛ ۴۶۴ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۳ جمادی الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو او مومند درې ولسوالیو کې ۴۶۴ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې.

دغه مرسته د ملي ټولنو د نړیوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۲۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د بریتانیا له ځانګړي استازي سره د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزي سره په کتنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۲:۲۶
Background image

کندهار؛ ۲۰ رواني ناروغان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

چهارشنبه، ۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کندهار زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۲۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.

افغان. . .

BACK TO NEWS