ښوونيز مرکزونه؛ څه له پاسه پنځه زره زده کوونکي له ښوونیزو خدمتونو برخمن شوي
شنبه، ٢٩ صفر المظفر ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونيز مرکزونو له لارې
٥٣٦٩ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.
دا راز د افغاني سرې مياشتې د غړيتوب په برخه کې ٨١ تنه نوي غړي هم جذب شوي دي.
