پکتیکا!
د افغاني سرې میاشتې د لومړنیو مرستو مدیریت لخوا د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې ۲۰ تنه نویو جذب شویو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو په اړه پېنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد.په یاد ورکشاپ کې ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیایې مرستو، افغاني سرې میاشتې تاریخچې، بنسټيز اصولو، نښانونو اړوند په نظري او عملي بڼه معلومات ورکړل شول.
