پکتیکا

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۲۱:۳۰
پکتیکا

افغاني سرې میاشتې پکتیکا ولایت کې د زلزله ځپلو لاسنیوې ته لا هم دوام ورکړى، په همدې موخه د دوشنبه د جمادی الاولی په ۱۱مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ مختلفو کلیو کې ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته چې د ترکيي سرې مياشتې له لورې چمتو شوې وه، ترسره کړه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیتره غوړي، ۲ کیلو مکروني، ۲کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه روب او درې پاکټه بیسکوټ شامل وو. د سیمې وګړو د افغاني سرې میاشتې له مرستو د ویش خوښي څرګنده کړه.

 

پکتیکا

 

پکتیکا

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .

BACK TO NEWS