پکتیا
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري نن د یکشنبې په ورځ د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د بېلابېلو کلیو ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ۸ قلمه مرسته وویشل شوه.یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او یو پاکټ بسکویټ شامل وو.
