پکتيکا!
ټول هېواد کې ۲۴۰۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د نغدي مرستې په بهیر کې نن جمعه، د ربيع الأول د مياشتې پر ۱۴ مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه او ۲۲ ولسوالیو کې ۷۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د ۵۹۵۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ پای ته ورسېده. ياده نغدي مرسته کې هرې بې سرپرسته کونډې ته ۸٥٠٠ افغانۍ ورکړل شوې.


