پکتيا!
افغاني سرې میاشتې د پکتيا ولايت په ښوونيز مرکز کې د ربيع الاول د میاشتې پر ۵ مه، له ۱۰۰ زده کوونکو د نبوي سيرت صلی الله عليه وسلم د مضمون د لمړۍ برخې ازموينه واخيسته، چې بريالي زده کوونکو ته به د نبوي سيرت د زده کړې دوهمه برخه ډېر ژر پيل شي.


