په کابل کې د نړیوال سره صلیب د همغږۍ د مشر د ماموریت پای!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۱۰:۲۴
په کابل کې د  نړیوال سره صلیب د همغږۍ د مشر د ماموریت پای!

نن دوشنبه د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۳ نیڼه په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب د کړنو د همغږۍ مشر ښاغلي عبدالرزاق اسامه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال او سرپرست ښاغلې ډاکتر میرویس اکرم، سکرترجنرالې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز ، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د استازو او ملي ټولنې د مرکزي دفتر د یو شمیر ریسانو په ګډون سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې او کارکوونکو سره مخه ښه وکړه او په افغانستان کې یې دنده په رسمې ډول پای ته ورسیده.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي اسامه د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ یو تجربه کاره غړی دی چې له ۱۹۹۹ میلادي کال را پدې خوا یې په بیلابیلو هیوادونو کې دندې ترسره کړې.

ښاغلي اسامه په افغانستان کې په ځانګړې توګه له افغاني سرې میاشتې تولنې سره له خپل ماموریت څخه خوښي وښوده او دایې د ځان لپاره یو ویاړ وباله.

په افغانستان کې د نوموړي کړنې او لاسته راوړنې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرتابه له لوري وستایل شوې او د سرې میاشتې پر نښان مزینې ډالۍ سره یې رخصت کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS