په غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له څانګې څخه د مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي لیدنه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۶ - ۱۰:۱
دیدار محترم ملانورالدین ترابی معاون جمعیت افغانی سره میاشت از نمایندگی ولایت غزنی!

د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر دوهمه نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي له ولایتي استازولیو څخه د لیدنو په لړ کې، چې د مرکزي دفتر د بیلابیلو ریاستونو څخه جوړ پلاوي یې ملګرتیا کوله، د غزني ولایت له سرې میاشتې څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي په غزني ولایت کې د سرې میاشتې له کلینیک، املاکو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه او همدارنه یې د ستونزو او اړتیاوو په اړه له کارکونکو سره جلسه دایره کړه.

ښاغلي ملانورالدین ترابي د غزني سرې میاشتې ټولنې د مسؤلانو او کارکوونکو خبرې واوریدې او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړونده څانګو ته هدایت ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د یادې استازولۍ ستونزې به ژر تر ژره حل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۷:۱۰
Background image

پکتیا؛ د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د ګل غونډۍ په کلي کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې تخصصي قلبي روغتون پرانیستل شو

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زړه د ناروغیو د درملنې مجهز او په پرمختللو طبي وسایلو او متخصصو ډاکټرانو سمبال روغتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

BACK TO NEWS