په سره میاشت کې د خالي بستونو لپاره ازموینه واخستل شوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۸/۲۱ - ۹:۲۲
اخذ دور دوم امتحان بست های خالی جمعیت هلال احمر افغانی!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له هدایت سره سم  د افغانی سرې میاشتې ټولنې په مرکز او ولایاتو کې د خالي بستونو لپاره له کاندیدانو څخه د دوهم پړاو آزموینه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د لړم پر ۱۹مه نېټه چې د ۱۳۴۳ هجری قمري کال د ربیع الثاني له ۴مې نېتې سره سمون لري د نشراتو په لوی تالار کی د تعین شوي کمیسون غړو الحاج محمد طیب یوسفزي، مولوي محمد نسیم احمدي ، نورالحق یوسفي، نورآغا صاحب زاده او محمد راوید اعظمی ترڅارنې لاندې واخستل شوه.
په پیل کې د کلام اقدس الهي څو مبارک آیاتونه تلاوت شول. ورپسې مولوي محمد نسیم احمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رهبرۍ د پیام ترڅنګ وویل "افغاني سره میاشت هڅه کوي کار او دنده اهل وګړو ته وسپاري تر څو وکولای شو خپلو موخو ته په ښه توګه ورسېږو او له همدې لارې مو د بېوزلو هېواد والو لاسنیوی کړی وي .
نوموړي زیاته کړه چې کوښښ وکړئ پوښتنو ته په ښه توګه ځواب ولیکئ ترڅو مو د ښو نمرو په ترلاسته کولو سره خپلو اهدفو ته  ځان رسولی وي.
دیادونې وړ ده چی د لومړي پړاو ازموینه تېره اونۍ په مرکزي دفتر کې اخستل شوی وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

BACK TO NEWS