په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۱۹
په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو نشراتو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ جمادی الأخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سیمه‌ ییزو زونونو او د ولایتي نماینده ګیو د نشراتو مدیرانو لپاره په بېړنیو حالاتو کې د خبر لیکنې او ویډیو اخیستنې په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام په شتون کې پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته ټینګار وکړ، چې د نشراتو مديران باید د بېړنیو حالاتو پر مهال د معلوماتو راټولول، تنظیم او خپرول په مسلکي توګه ترسره کړي، څو د ادارې فعالیتونه د خلکو او اړوندو بنسټونو ترمنځ په روښانه او اغېزمن ډول منعکس شي.
همدارنګه د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د رسنیو له لارې د دقیقو او باوري راپورونو خپرول د سرې میاشتې له مهمو مسؤولیتونو څخه وبلل. هغه وویل، چې د ولایتونو د نشراتو مدیران باید د بېړنیو حالاتو د پوښښ پر مهال د خوندیتوب اصول، مسلکي معیارونه او لازمه همغږي مراعت کړي، ځکه د سمو معلوماتو خپرول د خلکو د باور د لوړولو او د مرستو د همغږۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د یادونې وړ ده چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د خبر لیکنې، انځور اخیستنې، ویډیو ثبتولو او د بېړني وضعیت د پوښښ اړوند مهمو برخو په اړه هر اړخیز او مسلکي معلومات ورکول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره شوې ده

شنبه، ٢٧ رجب ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦٢١١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

کاپيسا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ٢٧ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹
Background image

راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په مرکز، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت،. . .

BACK TO NEWS